حامد کرزی د ډاکټر عبدالله عبدالله لېدنې ته تر اجرائيه رياست ورغلی 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی نن ماښام د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لېدنې په پار د اجرائيه رياست سپيدار ماڼۍ ته تللی. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله  د سولې پر روان  بهير او همدا ډول د هېواد پر روان سياسي وضعيت خبرې اتري کړي دي.
 

د اجرائيه رياست خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې داوړه مشرانو د سولې خبرو لپاره په يو ټول - شموله پلاوي ټېنګار کړی دی.