د بين الافغاني خبرو لپاره المان او ناوري د کوربتوب لېوالتيا ښوودلې 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د المان او ناروې هېوادونو حکومتونو ويلي دي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته دغه دوه هېوادونه تيار دي چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي. 

دا څرګندونې د ناټو د دفاع وزيرانو په ناسته کې د ناټو عمومي سر منشي ینس ستولتنبرګ خبريالانو ته کړي دي. ینس ستولتنبرګ ويلي دي چې ناوري او المان د افغان خبرو د کوربتوب وړانديز کړی دی. 

ناټو له طالبانو هم غوښتي دي چې د رېښتنې سولې لپاره د تاوتريخوالی را کم کړي او هڅه دې وکړي چې د سولې بهير بریالی شي. 

قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې خبرې تودې شوې دي او ويل کيږي چې که چېرې دغه دوه غاړې هوکړې ته سره ورسيږي، نو د افغانانو ترمنځ به خپلمنځي خبرې پيل شي.