کرونا ويروس ته ولې (COVID-19) نوم ورکړل شوی؟ دلته يې ولولئ

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د روغتيا نړيوال سازمان نړۍ کې تازه خپور شوي ويروس يا کرونا ته نوی نوم ورکړی دی. دغه سازمان وايي چې له دغه نوم يې موخه دا ده چې دغه ويروس په يوې ځانګړې سيمې، کس، ژوي او ځای پوري محدو نه شي. 

د روغتيا نړيوال سازمان چې په تېر کې ځيني ناروغۍ او ويروسونه چې د نړۍ په مشخصو سيمو او هېوادنو کې رامنځ ته شوي وو، په هغه نوم مشهور شول چې يو ډول سيمه ييز توپيري وضعيت يې رامنځ ته کړ. د بېلګې په ډول له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ کالونو پوري هسپانيا کې د انلفونزيا ناروغي رامنځ ته شوه چې تر ۵۰  مېلېونه کسان يې ووژل. 

دغه ناروغي چې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته هم خپره شوه خو تر اخيره يې نوم د Spanish Flu يا هسپانوۍ انفلونزيا وه. دا ډول نوم توند نوم دی چې د هسپاني ولس نه خوښولو. 

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې کرونا ويروس لومړی چين خو وروسته نړۍ ته خپور شو. که چېرې دا ويروس همداسې بې نوم پاتې شي نو هر ځای به د چين نوم ور سره ذکر کيږي. 

دغه سازمان اوس کرونا ويروس ته د (COVID-19) نوم ورکړی دی، چې CO د کرونا، VI د ويروس او D د disease يا ناروغۍ په مانا ده. همدا ډول د ۱۹ شمېره  په دې مانا ده چې دغه ويروس په ۲۰۱۹ز کال کې منځ ته راغی.