د کرونا  ويروس واکسين جوړېدل کالونه وخت نيسي 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې) سنګاپور کې د امريکا متحدو ايالتو، اسټراليا او د نړۍ يو شمېر نور ساينس پوهان او روغتياپالان سره راټول شوي دي، ترڅو د نوي وژونکي کرونا ویروس لپاره واکسين رامنځ ته کړي. 

ساينس پوهان وايي چې د انسانانو لپاره د کرونا ويروس لومړی بايد پر حيواناتو و ازمويل شي، چې دغه چاره به ډېر وخت ونېسي. 

سينګاپور کې د ساينس پوهانو او روغتیاپالانو راټوله شوې ډله وايي چې د نړۍ په نورو برخو کې هم ساينس پوهان د کرونا واکسين د جوړېدو لپاره خپلې ورووستۍ هڅې کوي. 

کرونا ويروس تر تېرې ورځې چين کې تر ۱۶۰۰ کسان ووژل او په نړيواله سطحه يې تر ۵۰ زره کسان نيولي دي.