 
        	    
                    
                                    
                    روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، کابل کې د حربي يا مارشال محمد قسيم فقيم بوهنتون سره نېږدې چاودنه شوې ده. د راپورونو پر اساس چې چاودنه نن سهار شااوخوا اووه بجې شوې. 
د هېواد پوځي پوهنتون د قنبر څلولاري سره نېږدې د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې موقعيت لري. ويل کيږي چې چاودنه پوهنتون ته د محصلينو د ورتګ پر مهال شوې ده. 
سيمه ته  امبولانسونه او  امنيتي ځواکونه رسېدلي دي. تر اوسه د تلفات په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. 
دا خبر به بشپړ شي....
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								