د کلي انځور

خپله خوځېدنه شاید درته یو څه ستړې او ستومانه ښکاره شي؛ چې پر خاورینه لاره ، لوړ غرونه، سړه او پاکه هوا ،شنه کښتونه، د اوبو او سیندونو زوږ د تنه په کار راولي او په یوه لېرې مسیر باندې د تلو تکل وکړې.

ستا له راتلو سره به سم تر خاورینو خړو دېوالونو ورهاخوا به شنې لوخړې را پورته شي ،چې په اول کې به د درته دا یوه ناهیلې شيبه وي خو همدا مېنه او نغری ستا د بد نظر څخه ساتلی شي، دا نو د هغه بوټو او لرګو لوخړې دي چې د سیمې په ګاونډ غرو او رغو کې موندل کېږي خو په هر حال د سالمې انرژۍ  په نشتون د همد غه اور له برکته د تناره  په لمبو کوم چې د خوړو ،اوبو او تودخې یوه ښه وسیله ده ، د وړو،زړو او ځوانانوته پرې خواړه چمتو کېږي، څرنګوالی به  یې مخې ته په پراته دسترخوان کې په پوره توګه روښانه وي ، پر کوربنو برسېره د بللیو او نا بللیو  مېلمنو برخه به د ورځې او شپې  په هره برخه  کې ځانګړې شوې وي او له لرغونې زمانې دوی ته مېلمه پالنې تر دې ارزښت درلود چې د ماښام له خوا یې د ګړۍ په نشتوالي کې  یو راختونکی ستوری مېلمه نومولی دی چې تر لوېدو پورې به یې د مېلمه د راتلو او ګډې ماښامنۍ انتظار درلود.

بر دې برسېره په کلیواله ټولنه کې د مېلمه پالنې ريښه تر دې اندازې ژوره ده چې له سلام او روغتیا وروسته یې دریمه پوښتنه د مېلمه پالنې او بلنې اړوند ده ځګه چې دوی دا نه خوښوي چې څوک د وږی او تږی او یا هم پرته د مېلمه پالنې بې بلنې له کلي ولاړ شي.