روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، نن له غرمې کې د هزاره اکثريت وحدت ګوند مشر محمد محقق دوه زامنو (حسين محقق او باقر محقق) ترمنځ شخړه شوې چې په پايله کې يې محمد باقر وژل شوی دی.
امنيتي مسوولين د پېښې د تائيد ترڅنګ وايي چې حسين محقق امنيتي ځواکونو په ډزو ټپي کړی او اوس مهال د درملنې لاندی دی.
د محقق نېږدې کسانو رسنيو ته ويلي دي، چې حسين محقق او باقر محقق له پلاره يو خو ميندې يې جلا وې. د دوی په وينا چې حسين محقق روانې ستونزه درلوده.
د محمد محقق يو سکرټر رسنيو ته ويلي دي، چې حسين محقق هغه وخت باقر محقق ووژلو چې هغه په خوب بيده وو. دې پېښه کې شپږ ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په شمول يو شمېر سياسي او حکومتي څېرې د محمد محقق کور ته ورغلې دي. د محمد محقق کور د کابل ښار درېيمه کارته سيمه کې موقعيت لري.
په خپله محمد محقق تر اوسه د دغه پېښه په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
وروستي