رولاند کوبیا د افغانستان په اړه د جوبایډن خبرې رد کړې

روهي( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وایي، افغانان د دې وړتیا لري چې یو موټی او متحد ملت شي.
 

 کوبیا د جوبایډن وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې چې ویلي وو، افغانستان هېڅکله هم یو متحده هېواد نشي کېدای ویلي، افغانان د دې وړتیا لري چې د خپلو ملي ارزښتونو او سوله ییزو اهدافو لپاره سره متحد شي. 
 

نوموړی وایي، افغانان پر ملت جوړونې باور لري او کولی شي چې یو ښه ملت جوړ شي.