سويلي کوريا: د کرونا ويروس له ويرې ۶ زره جوړو پټ مخي نکاحونه وتړل 

روهي (نۍ/۱۹ د سلواغې)، سويلي کوريا کې درې زره نجونو او درې زره هلکانو په ډله ييزه توګه د خپلو وادونو مراسم  تر سره کړل خو د کرونا ويروس له ويرې يې مخونه تړلي وو. 

سويلي کوريا د چين سره په ګاونډ کې پرته ده، هلته هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې موندل شوې دي خو تر اوسه يې له امله څوګ نه دي وژل شوي. سويلي کوريا هم د کرونا ويروس د مخنيوي برخه جدي مبارزه پيل کړي ده. 

دغه جوړو رسنيو ته ويلي دي چې له يوې خوا دې ته خوښ دي چې د ژوند يو نوی پړاو يې پيل کيږي خو له بلې خوا د کرونا ويرس په ترس او ويرې کې اچولي دي. 

د واده دغه مراسم  ژر پای ته ورسېدل او همدا ډول د هلکانو او نجونو د کورنيو غړي او نېږدې خپلوان د کرونا ويروس له وجې نه وو غوښتل شوي. 

کرونا ويرس تېره مياشت په چين کې خپور شو چې اوس يې د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو او په ځانګړي ډول چين کې د خلکو د ژوند هر برخه تر بد اغېز لاندې کړې ده.