عمرانخانه لږه يې سړه خوره!

دا ځل مودي مه ازمايه! له مشرف او د جنرال نيازي له اروا يې يوځلې وپوښته چې بيا پښېمانه نه شې
مودي خو لس ورځې اوس هم ډېرې درکړي دي
 
کشمير خو څه کوې د پاتې پنجاب دې هم خير غواړه!

 
نوټ : خلک دې مودي ته تاريخ نه ورښيئ خپل تاريخ دې يوځلې بيا په غور ولولي. که په تېر کې يې څه کړي وي، نو اوس به يې هم وکړي. مودي خو پروسږکال هم درته د ګورن نانک (بابا نانک) د سيکهانو د مذهبي بنسټ کرتاپور په پرانيستنه کې چې منموهن سينګ دې هم څنګ ته ناست وو، له نوي ډيلي څخه د مننې په ترڅ کې ستا له نوم سره ”نيازی“ در ياد کړ. د چا په زور دې چې د نورو (پښتنو، بلوڅو او سنديانو) خاوره په خېټه کې اچولې چې په دې خو سره ټول پوهيږو. هغه وخت رانژدې شوی دی چې استفراق يې کړې.

 
ښاغلی خان،
پروېز مشرف : هند پر خپلو څو اتومي بمونو ټول پاکستان له مينځه وړلی شي
مشر لالا (امريکا) خو درسره ګوزاره کوله او لا تراوسه يې درسره کوي. په هغې هم سره پوهيږو چې دلته نور پاخه (زاړه) مشاورين شته چې د چا څپېړې ته دې نه پرېږدي. له ښاغلي زرداري يې هم يوځلې وپوښته. آغليو کلينټن او مارګريټ خو شپه و ورځ پر ځانونو سبا کړې وه او خبره يې سړه کړې وه.
 
ښاغلی خان،
د ۲۰۰۸ ز کال د ممبي پېښه دې له ياده وتلې که څنګه؟
Ajmal Kasab hanged at Pune's Yerawada Jail this morning https://www.youtube.com/watch?v=S28fP7S8E3M
د اجمل پر زړه به څه تير شوي وي؟
The death of Kasab | The Attacks Of 26/11 | Nana Patekar | Movie Scene https://www.youtube.com/watch?v=CKz_Idh39ko
چې ورلېږلی مو شو، نو بيا.ولې منکر شوئ؟
ان تر دې چې له اعدام وروسته يې له هغه مړي اخېستو هم منکر شوئ او هلته مو هندوانو ته پرېښووه! د قصاب نوم دې لا زياتي پرې کېښووه.
 
ته دا پوښتنه يوځلې له باجوه وکړه چې د اجمل قصاب مړی يې له اعدام وروسته د خدای له وېرې او که د هندو له وېرې وانخېسته او پرې يې ښووه، ولې؟ چې د ورانکارۍ لپاره يې استولی شو، نو بيا خو به نران شوي وی او هغه مړی به يې راوړی وای، خو دا تاريخي تور داغ يې ځانته د تل لپاره په ميراث پرېښووه. اجمل خو لا مسلمان وو، که غيرمسلم هم وای، نو د مړي راوړنه او اخېستنه يې د رياست رسالت وو چې دا کار يې بايد کړی وای. سبا ته د عافيه صديقي له مړی به سره به څه کوئ.
 
ګارډين :
د متحده ايالاتو د سفارت کيبلونه: له ممبۍ وروسته ، انګلستان د استخباراتو دوسيه ولسمشر زرداري ته وسپارله
US embassy cables: After Mumbai, UK hands intelligence dossier to President Zardari
 
که تاسې يوځلې د Shivshankar Menon څېړنيزه ليکنه ولولئ چې ولې هندوستان د نظامي يرغل پرځای له ديپلوماسي غوره کړه؟
Why India didn’t attack Pakistan after 26/11 Mumbai attacks  
دا په ياد ولره چې نه په تاسې کې هغه اسلامي خونده شته او نه پاتې ده چې موږ مو د مذهب په نوم تېر ايستلو. اوس خو موږ و نړۍ يا په بله مانا اوس خو دې دننه څېره له اسلامي نړۍ نورو يعنې غيراسلامي نړۍ ته لا ښه ترا روښانه ده. که تا ته پته نه وي له اسلامي ومذهبي بنسټونو يې وپوښته چې ((ان الله لايحب الخائنين)) له شک پرته چې رياست و حکومتونو دې له هر چا سره دوکه کړې او ظلم يې کړی دی. دروغ يې ورته ويلي او خيانت يې ورسره کړی دی. څه فکر کوې چې الله تعالی به درسره مرسته وکړي؟
 
دا پر ياد ولره چې الله تعالی له ظالم سره هېڅکله مرسته نه کوي او نه يې حکومت پايي، خو برعکس له عادل حاکم سره مرسته کوي، ولو که مسلمان هم نه وي.
 
نه بابر شته او نه حميدګل، نه هغه پخواني وزيرستانيان شته، بلکې اوس هغوی هم هوښيار شوي دي او نه به بيا د تېر ځل له تاسې کشمير ته ولاړ شي. جنرالي پرې بابر واخېسته، خو د مشرف له وخته چې د پنجاب ظالم رياست پرې کوم ظلمونه وکړل په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کيږي او نه د بابر وحميدګل وامام کورنيو پرې غږ پورته کړ چې ظلم پرې مه کوئ!
 
منظور پښتن خو لا مخکې در خلاصه کړې چې دا ځل په کشمير کې د جنت لار رياست ته خوشې کوو، خو وګورو چې دا رياست دې اوس جنت ته ځي او که نه؟
 
تاسې څه فکر کوئ چې له بلوڅو، پښتنو او نورو سره مو څه کړي دي؟ دا په زرګونو تريتم خلک څه شول؟ که مو وژلي وي، مړي (جسدونه) خو يې ورثه وو ته ورکړئ! ولې دا کار نه کوئ؟
 
هيټلر، روسيه وامريکا خلکو ته مه يادوه، خپلې مخينې ته يوځلې وګوره چې يوځلې دې بنګال او بل ځل دې کشمير له لاسه ورکړ او دا پاتې کشمير دې د پښتنو په زور وګټلو چې پرون د ((ضرب غضب)) عملياتو په نوم تيکه تيکه کړل، خو بيا به داسې تېروتنه نه کوي.
 
دا ځل به د تېر په شان لاهور درته ګونديمال او پاتې کشمير هم خپل کړي. که ځان سم نه کړئ، نو بويه همدا لوبه به درسره کيږي او د تل لپاره به دا سرخوږی له دې سيمې ختم شي. له تا سره لا تر اوسه چا د خپلو اوبو پر سر محاسبه نه ده کړې او دا وخت د دې راروان دی چې يو وخت به کشميريان د خپلو اوبو حساب له تاسې سره وکړي او درنه بيه به يې پرې کړئ.
 
اوس هم لا چاڼس لرئ چې له خپلو دواړو ګاونډيو سره اړيکې له سره ورغوئ، کنه نو هغه ورځ لېرې نه ده چې يوه ورځ به په نژدې راتلونکې کې موږ و هندوستان بيا دوه څنګ پر څنګ ګاونډيان اوسو او د تل لپاره به د رياست د شيطانت ټغر ورټول شوی وي.
 
عمران خان  مودي ته: امريکا په افغانستان کې په ۱۹ کالونو کې بريالۍ نه شوه؛ ته څنګه پاکستان په لسو ورځو کې له منځه وړې؟
https://rohi.af/news/83345
ماما قدير بلوڅ: پاکستاني استخبارات هره ورځ ګواښونه راته کوي https://larawbar.net/54547.html#.Xjke62j7SUk