د کرونا ويروس په اړه وروستي خبرونه: چين کې يې د مړو شمېر ۵۶۳ او پر اخته کسانو شمېر ۲۸ زره ته رسېدلی دی 

روهي (جمعه/۱۸د سلواغې)، چين کې د کرونا ويروس لا وړاندې تګ کوي او تر اوسه يې حکومت په مخنيوي نه دی توانېدلی. تازه شمېرې ښيي چې کرونا ويروس په چين کې ۵۶۳ کسان وژلي او تر ۲۸ زره نور په دې ويروس ککړ شوي دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان چين کې د کرونا ويروس د پرمخ روانې ودې اندېښمن کړی دی. راتلونکې اوونۍ د روغتيا نړيوال سازمان متخصصینو چين کې سره راټوليږي ترڅو د دغه يروس په مخنيوي خبرې وکړي. 

دغه ويروس د چين او د نړۍ پر هېوادونو بد اغېز کړی دی. د نړۍ کابو ټولو هېوادونو له چين سره تګ - راتګ، سوداګري او سياحت بند کړی دی. 

له چين وراېخوا د نړۍ تر ۲۰ زياتو هېوادونو کې هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې موندل شوې دي، خو په کنټرول وضعيت کې دي. ويل کيږي چې د چين، تاجکستان او افغانستان په ګډه پوله هم د کورنا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، خو افغان چارواکي وايي چې تر اوسه داسې څه نشته. 

چين له دغه ويروس سره  مبارزې او درملنې يو زر بستريز روغتون د لسو ورځو په موده کې جوړ او روغتياپالان په دې اخته دي چې واکسين يې رامنځ ته کړي.