
روهي( جمعه/۱۸ د سلواغې )، د پاکستان د پوځ قول اردو ویادویانو کنفرانس، چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ ترسره شو، په کې په کې امنیت او پولې په پام کې نیول شوې وې.
د آی ایس پی آر په وینا، په کنفرانس کې د اردو مشرتابه وویل چې د هندي مشرتابه هڅونکې څرګندونې به په سیمه منفي اغیزه ولري او دا ډول څرګندونې به د سیمې امنیت ته هم زیان ورسوي پداسې حال کې چې د پاکستان اردو هر ډول برید ته ځواب ویلای شي.
د آی ایس پی آر په وینا، د قول اردو مشرانو په کنفرانس کې کشمیریانو ته په کلکه د هندوستان له ظلم سره د مقابلې له امله درناوی ورکړل شو. د پوځ مشر وویل چې یوه ورځ به حتمآ د کشمیریانو مبارزه بریالۍ کېږي.