افغان سفیر په پښتون خوا کې د پښتنو د ګوندونو مشرانو سره لیدلي

روهي( جمعه/۱۸ د سلواغې )، پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل له پخواني سناتور افراسیاب خټک سره په اسلام آباد کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړه لورو د افغانستان او سیمې په وضعیت، د افغان سولې په بهیر او د ولسونو په یو لړ ستونزو بحث وکړ.
 

همدا ډول افغان سفیر د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر سره ولیدل.
 

افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل نن په اسلام آباد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اچکزي سره ولیدل. دواړو لوریو د ولسونو د ستونزو، د سیمې په روان وضعیت او د افغانستان د سولې د بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.