په بهسودو ولسوالۍ کې د نږدې ۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړیږي 

روهي (څلور نۍ/۱۶ د سلواغې)، د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د بهسودو ولسوالۍ په بهراباد سیمه کې د دوه میلیونه څلور سوه اووه دیرش زره افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو چارې اته نوي سلنه بشپړي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده شبکه چې دوه سوه پنځوس کورونو ته به د څښاک پاکې اوبه برابري کړي،د جوړیدو له چارو یې مسلکي ټیم نن څآرنه کړې. 

د هېواد ختيځ ننګرهار ولايت څخه په يو بل خبر کې ويل شوي دي، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند په شپږمې او پنځمې ناحیو مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د څه باندې شل میلیونه افغانیو په لګښت دسړکونو، ویالو، پلچکونو او اوبو رسونې پروژې پیل شوې. 

د جلال اباد ښاروالۍ شپږمې ناحیې اړوند پنځم ګذر کې د ”١٤٨٠٠٠٠٠“ افغانیو په مالي لګښت، پراختیایي پروژې چې د ١٤٦٢ مترو په اوږد والي فرعي سرکونو. ٣١٣٨ مترو په اوږد والې ویالو او څلورو پلچکونو د کانګریټ کولو چارې شاملي دي، د پنځه ویشت سلنه ولسي ونډې په درلودلو سره به د اته میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې دویم ګذر شورا له لورې د پنځه میلیونه اووه سوه شپږ اتیا زره افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو چارې پیل شوې چې په شپږو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ۲۳۸ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.