ټرمپ: له افغانستان پوځيان باسم، نه غواړي په هغه هېواد کې مو نور سرتيري ووژل شي

روهي (څلورنۍ/۱۶ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ خپل ملت ته په کلنۍ وينا کې ويلي دي، چې له افغانستانه خپل پوځيان باسي. 

ټرمپ ويلي دي، چې نور نه غواړي په افغانستان کې خپل پوځيان له لاسه ورکړي. نوموړي ټېنګار کړی دی چې خپل پوځيان به له افغانستان وباسي. 

ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې د افغانستان د لسيزو اوږدې جګړې ته به د پای ټکی کېږدي. ټرمپ هم په خپلو خبرو کې د افغانستان جګړه د دوی لپاره د تاريخ يوه اوږده جګړه بللې ده. 

ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې هم ويلي چې له افغانستان به خپل پوځيان بهر کړي. نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې د زلمي خليلزاد او طالب استارو ترمنځ قطر کې پر افغان سولې تودې خبرې روانې دي.