کندهار کې د هدفي وژنو په اړه اندېښنې؛ نن هم ناڅرګنده وسله والو يوه ښځينه پوليسه ووژله

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، کندهار کې د ناڅرګنده وسله والو له خوا د حکومتي او نورو کسانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. 

سرچينې وايي چې په تېرې يوې مياشتې کې د هدفي وژنو په پايله کې کندهار کې پنځلس کسان وژل شوي دي. 

په تازه پېښه کې نن ورځ د کندهار ښار په شپږمې امنيتي حوزې اړوند ریګي کلاچه نومي سيمه کې يوه ښځينه پوليسه وژل شوې ده. 

د کندهار د پوليسو وياند په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي،  "پېښه په ریګي کلاچه کې چې د شپږمې حوزې اړوند ساحه ده رامنځته شوې. وژل شوي ښځینه پوليسې د کندهار ښار په ۹ حوزه کې دنده لرله او یوه له فعاله ښځینه پوليسو څخه وه چې د جنايي جرمونو په مخنیوي او په ځانګړي ډول د پلټنو پرمهال يې د پوليسو په لیکو کې مهمې دندې مخ ته وړلې."

د کندهار پولیس د هدفي وژنو د زياتېدو له تائيد سره وايي چې ځانګړې هڅې يې پيل کړې دي، ترحو د دغه ډول پېښو مخه ونېسي.