کرونا ويروس تيل او ګاز هم بد اغېزمن کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، له هغې وروسته چې چين کرونا ويروس خپور شو، د تيلو او ګازو سوداګري يې هم په نړيواله کچه اغېزمنه کړې ده. 

په تازو راپورونو کې په چين کې د تيلو او ګازو بيې ټيټې شوې دي. له نړۍ او په ځانګړي ډول له اسيايي هېوادونو سره د چين د ګازو او تيلو سوداګري سسته او تر دې چې  درول شوې ده. 

چين کې تګ راتګ کم شوی او همدا ډول له نړۍ سره يې کړه ـ وړه او اړيکې محدودې شوې دي او په دې اساس چين ته بهره ګاز او تيلو تجارت هم منفي اغېزمن شوی دی. 

له دې وراېخوا سترو نړيوالو شرکتونو لکه ګوګل، آپل او نورو ويلي دي چې چين کې به خپل دفترونه په لنډمهاله ډول وتړي.