افغان لوبډلې له اسټرالیا د څلورو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه

روهی( دوه نۍ/۱۴ د سلواغې )، افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پرون د نړیوال جام د پنځم مقام د نیمه پایلوبې لوبه د سیالې اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه چې په پایله کې یې اسټرالیا، افغان لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او نننۍ بریا یې خپله کړه.
 
د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ټولو ۵۰ اورونو کې ۱۹۱ منډې ترلاسه کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه.
 
د افغان توپوهونکو له منځه لوبډلمشر فرهان ذاخېل ۹۱ ناسوځېدلې، عبدالرحمن ۲۴ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې ترلاسه کړې او په پایله کې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه چې د اسټرالیا د توپ اچوونکو له لوري تنویر سنګا څلور او سکاټ دوه افغان لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

ورپسې اسټرالیا د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه، که څه هم یادې لوبډلې غوره پیل نه درلود، خو بیا یې هم د لوبې تر وروستي اوروه مقاومت وکړ او د افغان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف یې په ۴۹،۵ اور کې بشپړ کړ او بریا یې خپله کړه.

د دغه هېواد د لوبډلې په استازیتوب سام فانېنګ ۶۲، لاچلان هېرمې ۴۸ او تنویر سانګا ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې د ۵۰م اور په پنځم توپ د بریا تر کچې ورسوله.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغان توپ اچوونکو له منځه بیا عبدالرحمن درې او جمشېد میرعلي خيل دوه اسټرالیاوي لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

د یادولو ده چې افغان لوبډله به د روانې فبروري میاشتې په پنځمه ڼېټه (راتلونکې چهارشنبه) د نړیوال جام د اووم مقام خپلولو په موخه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.