پاکستان لومړی وزیر به نن مالیزیا ته په رسمي سفر ولاړ شي

روهي( دوه نۍ/۱۴ د سلواغې )، لومړی وزیر عمران خان به نن ماليزيا ته د دوه ورځني رسمي سفر لپاره ځي چې د دې سفر لپاره يې د هندي فضا د نه کارولو پرېکړه کړې ده.

د ایکسپریس نیوز په وینا، لومړی وزیر عمران خان به نن مالیزیا ته ولاړ شي. هغه به د فدرالي وزیرانو او مشاورینو سره وګوري.

عمران خان دغه لیدنه د خپل مالیزیاي سیال مهاتیر محمد په بلنه کوي، چې د سیمې د وضعیت، سوداګرۍ د مسلو او د پاکستان - مالیزیا د اړیکو د ښه کولو په اړه به خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې لومړی وزیر عمران خان او مهاتیر محمد به د یو بل او پلاوي په کچه غونډه وکړي چې په ترڅ کې به مختلف تړونونه او یادداشتونه لاسلیک شي.