کرزي او خليلزاد پر افغان سولې سره خبرې وکړې

روهي (يوه ني/۱۳ د یلواغې)، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل او د افغانستان د سولې پروسې په باب یې مفصلې خبرې وکړې. 

په دغه کتنه کې چې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ښاغلي راس ویلسن هم حضور درلود، ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې په پروسه کې له پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د طالبانو اسلامي تحریک سره هوکړې ته ورسېږي. 

حامد کرزي د سولې په پروسه کې د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ستاینه او ملاتړ وکړ او سربېره پر دې چې په یاده پروسه کې یې د امریکا د هڅو پر لا زیات جدیت او سرعت ټینګار وکړ، په هېواد کې یې د ملکي تلفاتو له زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له امریکایي لوري یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل نظامی عملیات بند کړي. 
 
پخواني جمهور رئیس همداراز هیله څرګنده کړه چې په هېواد کې تاوتریخوالی او تشدد پای ته ورسېږي او ژر تر ژره د سولې له روانو هڅو مثبته نتیجه تر لاسه شي.