خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره لیدلي

روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزد پرون ورځ اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره کتلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا پرون ورځ په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد له افغان طالبانو سره د سولې د روانو خبرو اترو په اړه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره مالومات شریک کړل.
شاه محمود قریشي ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې تر تړون وروسته د افغانانو خپل منځي مذاکراتو ته لاره هواره شي.

په بیان راغلي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.