د هېواد په کچه درېیمه درجه (ګریډ تري) ولایتي سیالۍ پېل شوې

روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې سږ کال لومړی ۵۰ اوریزه ولایتي کرکټ لوبې نن د ۲۰ ولایتونو لوبډلو ترمنځ په دریو ولایتونو کې پېل شوې.

په درېیمه درجه (ګریډ تري) سیالیو کې لوبډلې په ۵ ګروپونو ویشل شوي دي چې درې ګروپونو یی نن په ننګرهار، خوست او کندهار کې سیالۍ پېل کړی.

په ننګرهار غازي امان الله لوبغالي کې لغمان له کوچیان لوبډلې سره، خوست کې پکتیکا له غزني سره او په کندهار کې زابل له فراه ولایتي لوبډلې سره سیالۍ پېل کړې.
له دې سیالیو څخه به ۱۰ غوره لوبډلې د افغانستان دوېمه درجه (ګریډ ټو) ولایتي سیالیو ته لار پېدا کړي چې هغه لوبې به هم د همدې روانې فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.