تقاعد شوي امریکایي جنرالان: پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او امریکا ته تل دروغ وايي

روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، په واشنګټن کې د امریکا د څېړنیز مرکز او هېریټیج بنسټ له لوري د افغان سولې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په یوه ناسته کې چې زیات ګډونوال یې تقاعد شوي امریکایي جنرالان وو ویلي:
 
چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی او د افغانانو له حضور پرته دا پروسه بې پایلې ده. 

متقاعد جنرال جک کین ویلي، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته ډېر هیله مند نه دی. نوموړی وایي، پاکستان لاهم پر طالبانو پراخ کنټرول لري او د دې ډلې د جنګیالیو لپاره مالي امکانات برابروي او په خپله خاوره کې یې خوندي مرکزونه ورکړي دي. دغه امریکایي جنرال وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په ډاګه کړې.