رویا رحماني: د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې؛ علمي راکړې ورکړې ته ځانګړې پاملرنه کېږي

روهي( نۍ/۱۲ د سلواغې )، امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیرې ( رویا رحماني ) د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري پر۳۱مه، د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو سره په کتنه کې د کوربه هیواد سره پردوه اړخیزو اړیکو، په ځانګړي ډول علمي راکړه ورکړه، خبرې وکړې.

د افغانستان-امریکا-اوچین درې اړخیز روزنیز پروګرام له لاري واشنګټن ډي سي ته؛ د کابل، بدخشان، هرات، هلمند، غزني او خوست پوهنتونونو استادانو راغلي څوارلس کسیز پلاوي افغاني سفیرې سره د خپل سفر د موخو او دهیواد د پوهنتونونو د اړتیاوو په هکله مالومات شریک کړل.

راغلي پلاوي همدا ډول د  هارون حکیمي په ملتیا د سفارت تاریخي ودانۍ وکتله.

د یوبل خبر له مخې  د امریکا په محتدو ایالتونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریتسفیره مېرمن رویا رحماني، پرون د سهیلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیز موضوعاتو برسیره، د سولې بهیر، د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو او د اقتصادي همکاریو پر بهبود بحث او خبرې وکړې.