چينايي وګړي نړۍ ته د سر درد جوړ شوی؛ دوه چينايي ګرځنډويه ايټاليا کرونا ويروس انتقال کړی 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، دوه هغه چينايي وګړي چې ايټاليا ته سياحت په پار تللي وو په کرونا ويروس اخته او ايټاليا کې هم د دغه ويروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې. 

له دغه پېښو رووسته چې د ايټاليا حکومت پرېکړه کړې ده، چې له چين ايټاليا  او له ايټاليا چين ته به هر ډول الوتنې وځنډوي. 

د حکومت د تېرې ورځې پرېکړې پر اساس نن جمعه د ايټاليا او چين ترمنځ ټولې الوتنې ځنډېدلې دي. د ايټاليا د ملکي الوتنو ادارې ويلي دي، چې د تر بل اعلان به الوتنې نه تر سره کيږي. 

دوه اغېزمن شوي  چينايي وګړي ايټاليا کې په ځان ته خونه کې اچول شوي دي، او درملنه يې روانه ده.