جنرال آصف غفور: که هند جګړه پيل کړي نو مونږ به يې پای ته ورسو

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور خبرداری ورکړی دی چې که چېرې هندوستان پر پاکستان جګړه پيل کړي نو دوی به يې پای ته ور ورسوي. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ پاکستان کې د يوې پوځي راټولېدنې په ترڅ کې کړي دي. نوموړي ويلي دي چې هند وايي د ۷ تر ۱۰ ورځو به پاکستان له منځه يوسي، خو دا هغه څه دي چې شونتيا يې نشته. 

غفور هند ته خبرداری ورکړی دی چې تاسې څه چې د نړۍ هېڅ ځواک د پاکستان متحد ۲۱۰ مېلېونه ولس نه شي ماتولی. ده دا هم ويلي دي چې که چېرې هندوستان پر کوم پوځي اقدام لاس پوري کړي، پاکستان به اغيزناک ځواب ورکړي. 

د پاکستان پوځ د جنرال صف غفور پر ځای جنرال بابر افتخار د پاکستان د پوځ وياند ټاکلی دی چې د فيبرورۍ له لومړۍ نېټې به يې دنده پيل شي.