روهي(پنځه نۍ/۱۰ د سلواغه)، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر ۲۴۰۰ ډېر ماشومان یا مړه او ژوبلېدلي ول، چې په نړۍ کې ماشومانو ته تر ټولو وژونکی کړکېچ د افغانستان بلل کېدای شي. د بښنې نړيوال سازمان( امنيسټي )انټرنشنل افغانستان د کوچنيانو لپاره د نړۍ تر ټولو يو خونړی هېواد بللى دى. په افغانستان کې د کوچنيانو او ولسي خلکو د مرگژوبلې او کډوالو د ناوړه حالت په اړه دغه موندنې د سازمان د اسيا او اوقيانوسیه د بشري پېښو په کلني رپوټ کې راغلې دي.
په رپوټ کې د خبریالانو او بشري حقونو د مدافعینو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده شوې چې لا هم ګواښل کېږي، بندیانېږي او ان د خپل کار لپاره له مرګ سره مخامخېږي. د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د مشر مرستیال عمر وارېش ویلي، په افغانستان کې وسله وال کړکېچ نه کمېږي.
وروستي