افغان لوبډله به سبا د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته شي

روهي( پنځه نۍ/۱۰ دسلواغې )، افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا ( جمعه ) ۱۲:۳۰ بجې د سویلي افریقا په بېنوني ښار کې د سیالې پاکستان لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

تردې وړاندې افغان لوبډلې په ځبل ګروپ کې ۲ لوبې ګټلي او د کاناډا پر خلاف لوبه د باران ورېدو آمله مساوي اعلان شوه.

همدا ډول تردې وړاندې یادې دوه لوبډلو کې افغانۍ لوبډله په  ښه مرام کې ښکاري.