يو شمېر افغان ميرمنو کابل کې د (لر او بر يو افغان) چيغه پورته کړه

روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين څخه د ملاتړ او د نوموړي د نېونې په غبرګون کې نن ورځ کابل کې يو شمېر افغان ميرمنو د لر او بر يو افغان ناره پورته کړه. 

دوی چې د کابل په يخه هوا کې سړکونو ته راوتې وي، د منظور پشتين د خوشي کېدو غوښتنه وکړه او د نوموي زنداني کېدل يې د پښتنو پر حق تيری وبلو. 
 


کابل مېشتو افغان ميرمنو د لوی افغانستان شعارونه ورکول او د لوس افغانستان د تاريخي مشراتو د نومونو په يادولو سره يې د پاکستان پر حکومت نېوکې وکړې. 

دغه ميرمنو رسنيو ته ويلي چې پاکستان منظور پشتين بې ګناه نيولی او په دې پار يې زنداني کړی دی چې  منظور پشتين د مېلېونه پښتنو په پار د انصاف مبارزه کوي. 

دوی هم ډول خبرداری ورکړی چې له دغه لاريونو يې موخه يوازې د منظور پشتين خوشي کېدل نه دي، بلکې دوی په افغانستان کې نور د پنجاب ګتو ته اجازه ورنه کړي او همدا ډول د پاکستان حکومت څخه د پښتنو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره به د منظور پشتين ملاتړي وي. 

له کابل وراېخوا له تېرې ورځې راهيسې خوست، پکتيا، پکتيکا، بلخ، هرات، کونړ او د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو کې د منظور پشتين په ملاتړ لاريونونه تر سره شول.