د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلور نۍ/چهار شنبه)

جيوز نيوز: لاهور کې اته پاکستانيان ووژل شول 
 د پاکستان په لاهور کې د يوې فابريکې دننه د اور لګېدنې له امله اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. 

د عطرو دغه فابريکه کې اورلګېدنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې تېره ورځ ناوخته د ګازو ډبې چاودنه وکړ او اور سرعت پيدا کړ. د قربانيانو ترمنځ دوه ميرمنې هم شاملې دي. 

پاکستانيو چارواکو ويلي دي چې ټپان او مړي يې روغتونو ته وړي دي او د اور لګېدنې د لامل په اړه يې پلتنې پيل کړي دي. 

الجزيره: چين کې کورنا ويروس: د مړو شمېر ۱۰۶ ته پورته او ۱۷۷۱ نوې پېښې ثبت شوې 
 ړد چين په يو ششمېر ايالتونو کې د کرونا ويروس تازه ۱۷۷۱ پېښې ثبت شوې دي او په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ناورغۍ پر اساس د مړو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد. 

هغه کسان چې تر اوسه په کرونا ويروس ککړ شوي دي، چې شمېر يې ۴۵۱۵ کسانو ته رسيږي او اندېښنې دا چې ښايي دا شمېرې له دې هم پورته شي. 

د چين حکومت د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي په پار د دوی د نوي کال د لمانځنې جشن او همدا ډول د ښوونځيو او پوهنتونونو د نوي درسونو شروع کېدل ځنډولي دي. 

رشيه ټوډې: لمريزې انرژۍ برخه کې هندوستان سيمه کې لومړی مقام خپل کړ
تېر ۲۰۱۹ کال کې له لمريزې انرژۍ د ګټې اخېستنې په برخه کې  هندوستان سويلي اسيا کې لومړی مقام لرونکی هېواد، فلپين په دويم مقام او پاکستان درېیم مقام کې راغلی دی. 

هندوستان تېر کال ۳۱ ګېګا واټ لمريزې ډړې نصب کړي او همدا ډول يې د ځانګړنې پانګونې په اچونې سره له لمريزې انرژۍ ګټه پورته کړې ده. 

هندوستان د لمريزې انرژۍ په برخه کې ډېر خپل توليد لري او همدا ډول د نړۍ او سيمې له يو شمېر هېوادونو کې يې تجهيزات واردوي. 

رويټرز: اریش اندرسن به (TikTok) له امريکا سره نېږدې کړي 
 څو ورځې وړاندې چينايۍ TikTok  کمپنۍ اعلان وکړ چې د مايکرو سافټ يو پخوانی تجربه لرونکی منجر (اریش اندرسن) يې خپل نړيوال سلاکار ټاکلی دی. 

اریش اندرسن چې څه وخت وړاندې يې له مايکرو سافټ استعفا ورکړه د ټېکنالوژۍ په برخه کې شل کلنه تجربه لري او له دې ورورسته د به د TikTok بنسټګر (Alex Zhu) ته مشورې ورکوي. 

TikTok  په دې وروستيو کې هڅه کوي چې د چين له والکې ځان لېرې کړي او هم په همدې پار يې د نړۍ په يو شمېر هېوادونوو کې دفترونه پرانېستل. 
د شنونکو په اند چې د اریش اندرسن ټاکنه به ټېک ټاک د امريکا متحدو ايالتو له پاليسو سره نېږدې او همکار جوړ کړي.

سي اِن اِن: سوږ کال به Nissan کمپني يو مېلېونه او شپږ سوه زره موټر پر چين خرڅ کړي 
 د جاپان د موټر جوړونې ستر Nissan ويلي دي چې روان ۲۰۲۰ کال به تر يو مېلېون او شپږ سوه زره موټر پر چين خرڅ کړي. 

دغه کمپنۍ تېر کال هم يو نيم مېلېونه موټرونه پر چين خرڅ کړي وو. Nissan په جاپان کې د موټر جوړونې ستر کمپني ده چې د نړۍ ډېری هېوادونو کې يې د موټرونو بازار نېولی دی. 

که څه هم چين د اقتصاد په برخه کې د نړۍس د سترو هېوادونو له ډلې  دی خو د موټرونو په برخه کې له جاپان ستره پراخه راکړه - ورکړه لري.

چين کې د خولې پټوني (ماسک) بيه شپږ برابره شوې ده
 چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته دغه هېواد کې د خولې پټوني يا مساک بيې شپږ برابره شوې ده او بازار يې د بل هر وخت په پرتله ګرم دی. 

د خلکو له شکايتونو ورووسته د چين حکومت درملتونونو او د ماسکونو سوداګرو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې ماسکونه له خپلې اصلي بيې لو خرڅ کړ نو جريمه به يې کړي. 

چين کې د کرونا ويروس د پېښو شمېر له ۴ زره واووښت او تر پرون پوري ۱۰۶ کسان کرونا ويروس ووژل. د سيمې او نړۍ هېوادونو له چين غوښتي دي چې د نورو هېوادونو ته د دغه ويروس په مخنيوي کې خپلې ورووستۍ هڅې وکړي. 

عربي متحده امارت نيوز: يوه کورنۍ له چين عربي متحده اماراتو ته کرونا ويروس انتقال کړی 
عربي متحده اماراتو کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. چارواکي وايي چې يوه کورنۍ له چين عربي متحده اماراتو ته راغلي او دغه ويروس يې له ځان سره راوړی دی. 

د عربي متحده اماراتو روغتيا وزارت د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې د يادې کورني غړي تر جدي حارنې او درملنې لاندې نيولي دي. 

د دبۍ نړيوال هوايي ډګر مسوولين هم ويلي  دي چې له ټول نړۍ او په ځتنګړي ډول له چين ټول هغه مسافرين چې عربي متحده اماراتو ته راځي تر څار او معايناتو لاندې دي.