پاکستان د تورخم دروازه وتړله 

روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې پاکستان نن سهار وختي   تورخم دروازه وتړله. د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی. 

ولايتي اداري ويلي دي چې په دې اړه يې خبرې پيل کړي دي. په په سلګونه پاکستان ته تلونکي افغان سوداګر، ناورغان او محصلين تورخم کې بند پاتې دي. 

پاکستان په داسې وخت کې ياد اقدام کړی، چې پېښور کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين زنداني کړی. 

د افغانستان په کونړ، خوست، کابل، بلخ، پکتيا او يو شمېر نورو ولايتونو کې د منظور پشتين په ملاتړ لاريونونه شوي او افغان حکومت هم د نوموړي د خوشي کېدو غوښټنه کړي.