جنرال دوستم: شمال کې به طالبان نسکور کړم 

روهي (څلورنۍ/۹ د سلواغې)، د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وايي چې  ولس ته ژمنه ورکوي چې په شمالي ولايتونو کې به د طالبانو د فعاليتونو مخه ونېسي او نسکور به يې کړي. 

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ شمالي ولايټ جوزجان کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب سره په لېدنه کې کړي دي. په دې لېدنه کې د افغانستان په شمال کې پر امنيت او همدا ډول ټاکنو خبرې شوې دي. 

دوستم ویلي چې خپلو خلکو سره ژمنه کوم چې د طالبانو د فعاليت مخه به نېسم. نوموړي ويلي دي چې له حمدالله محب سره پر ټاکنو خبرې کړې دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي. 

د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب په دې ناسته کې د ولسي وګړو د تلفاتو پر کمېدو خبرې کړي دي او ويلي دي چې په هېڅ صورت د ولسي کسانو مرګ - ژوبله د منلو نه ده. 

محب ويلي "شبرغان ته د راتګ عمده هدف یې هم له ځايي مسؤلینو،‌ منسوبینو او متنفذینو سره د امنیت د سمون او د حکومتدارۍ پر بهبود باندي خبري‌ او مشورې کول و."