د اسرایل او فلسطین ترمنځ سولې ته د ټرمپ طرحه

روهي(درې نۍ/۸ د سلواغی)، راپورونه وايي چې د اسرایل او فلسطین د سولې طرحه به اسرائیل ته اجازه ورکړي چې په لویدیځې غاړې کې ټول یهود مېشتي ښارګوټي په خپل قلمرو کې داخل کړي. پر دې سربېره په دغې طرحې کې اسرائیلو ته د بیت المقدس د "مطلق حاکمیت حق" هم ورکړل شوی دی.
د دغې طرحې په اړه لا ډېر جزییات خپاره شوي نه دي، خو ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ په سپینې مانۍ کې په دې اړه معلومات ورکړي.د ټایمز مجلې د یوې اسرائیلي رسنۍ په حوال لیکلي دي چې دا تر دې دمه تر ټولو "غني طرحه ده" چې اسرائیل ته وړاندې کېږي.
خو د فلسطین مشرانو دا طرحه غندلې او ویلي دي چې دا طرحه په نطفه کې ناکامه ده. د فلسطین د خپلواکې ادارې صدراعظم محمد اشتیه ویلي دي چې دا طرحه د بین المللي قوانینو خلاف ده او د فلسطینیانو حقوق په کې له پامه غورځول شوي چې د اسرائیل غوښتنې ومنل شي.