 
        	    
                    
                                    
                    روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، څو ورځې وړاندې چينايۍ TikTok  کمپنۍ اعلان وکړ چې د مايکرو سافټ يو پخوانی تجربه لرونکی منجر (اریش اندرسن) يې خپل نړيوال سلاکار ټاکلی دی. 
اریش اندرسن چې څه وخت وړاندې يې له مايکرو سافټ استعفا ورکړه د ټېکنالوژۍ په برخه کې شل کلنه تجربه لري او له دې ورورسته د به د TikTok بنسټګر (Alex Zhu) ته مشورې ورکوي. 
TikTok  په دې وروستيو کې هڅه کوي چې د چين له والکې ځان لېرې کړي او هم په همدې پار يې د نړۍ په يو شمېر هېوادونوو کې دفترونه پرانېستل. 
د شنونکو په اند چې د اریش اندرسن ټاکنه به ټېک ټاک د امريکا متحدو ايالتو له پاليسو سره نېږدې او همکار جوړ کړي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								