چين کې کورنا ويروس: د مړو شمېر ۱۰۶ ته پورته او ۱۷۷۱ نوې پېښې ثبت شوې 

روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، ړد چين په يو ششمېر ايالتونو کې د کرونا ويروس تازه ۱۷۷۱ پېښې ثبت شوې دي او په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ناورغۍ پر اساس د مړو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد. 

هغه کسان چې تر اوسه په کرونا ويروس ککړ شوي دي، چې شمېر يې ۴۵۱۵ کسانو ته رسيږي او اندېښنې دا چې ښايي دا شمېرې له دې هم پورته شي. 

د چين حکومت د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي په پار د دوی د نوي کال د لمانځنې جشن او همدا ډول د ښوونځيو او پوهنتونونو د نوي درسونو شروع کېدل ځنډولي دي.