د حسیب قوای مرکز ادعا: د ملي امنيت ځيني کسانو د شپږ کسانو د وژلو او د هر يو  پر سر ۲۵ لکه افغانيو د راکړې دنده راکړې وه

روهي (درې نۍ/۸ د سلواغې)، د حسيب قوای مرکز په نوم يو خپلسري وسله وال چې حکومت او امنيتي ځواکونو يې د نېونې هڅه کوي، ادعا کوي چې ملي امنيت دننه يو ځينو کسانو ورته د يو شمېر کسانو د ترور امر کړی وو. 

دغه خپلسری وسله وال په ټولنيزو رسنيو تازه وېډيو خپره کړې ده او ادعا کړې ده چې د شفيع په نوم يو کس (د حنيف اتمر  وراره چې د ملي امنيت کابل رياست کې دی)  ورته د شپږو کسانو لېست ورکړی وو او ورڅخه يې غوښتي وو چې د هر يو د وژل په بدل کې به ۲۵ لکه افغانۍ ورکوي. 

نوموړي د ادعاوې په داسې وخت کې کړي دي چې  کورنيو چارو وزارت د پنجشير امنيه قومندان په دې اساس له دندې ګوښه کړی، چې د حسيب قوای مرکز په نېونه کې  پاتې راغی. 

حکومت  تر اوسه د دغه وسله وال زورواکي په اړه څه نه دي ويلي. له دغه وسله وال په کابل کې د زورواکۍ، خپلسرۍ، چور، وژنو او قانون ماتونې تورونه موجود دي.