د پاکستان سپين سترګۍ ته دې جايزه ورکړل شي!

پاکستان په سيمه کې يوازې دوه ملګري هېوادونه لري، چې يو چين او بل يې هم سعودي عربستان دی. د چين او پاکستان ملګريتا د هندوستان او امريکا د ملګريتا په غبرګون کې ده ګني لېرې نه وه چې پاکستان به د چين هم دښمن ګاونډ هېواد وای. عربستان سره هم د پاکستان دوستي په دې کلکه ده چې سعودي عربستان د اسلامي نړۍ او فلسطين پر ځای د امريکا فرمايشونو ته جوړ هېواد دی. 

د ايران او د سيمې د نورې نړۍ سربيره، افغانستان هغه هېواد دی چې د پاکستان له جوړېدو بيا تر له پاکستان سرټکوي، پاکستان يې پر پرهرونو مالګې اچوي او پاکستان په کې خپل حکومت او خپلې ملي ګټې ساتي. 

د مجاهدينو له ډلو پيل چې پاکستان ورته د امريکا په ملاتړ وسلې په لاس کې ورکړې او د خپل هېواد د ورانولو درس يې ور زده کړ، تر نن چې يو افغان يې طالب او بل يې حکومتي کس جوړ کړی او سره جنګوي يې. پاکستان د مجاهدينو او کمونېسټانو په نوم د افغانانو ترمنځ جګړه کې د اټومي وسلې څښتن شو او لا څرګنده نه ده چې د افغانستان په روان ناورين کې پاکستان د څه په لټه کې دی او کله به يې تر لاسه کوي. 

د خپلې نامشروع خاورې دننه يې هم له توپيري او شرير چلند لاس اخېستی نه دی. پنجاب خان او واکمن دی، پښتون يې ذليله، خوار او په بدبختيو کې ساتلی دی. د پاکستان په اړه څه موده وړاندې د  امريکا حوصله هم ختمه شوه او ولسمشر ټرمپ په دريغه وويل چې پاکستان په سپين سترګۍ له مونږ مرستې اخلي او په رېښتيا او حقيقت کې مرسته او همکاري نه کوي.

د افغانستان خوله تڼاکه شوه، چې واه نړۍ! پاکستان را په کې جګړه پيل او اور بل کړی دی. په يو او بل نوم مې وژنې او ټټر يې سوړ نه دی. د نړۍ د فشارونو او د افغانستان د نيوکو سره سره پاکستان په بې سارې سپين سترګۍ دغه هېواد ټوټه ټوټه کوي او هېڅ ډول اسلامي او انساني رحم يې پر نه راځي. 

پښتونخوا کې يې د پښتون ټول وژنې ستره پروژه له کالونو پيل کړې ده. د منظور پشتين په مشرۍ يې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ستونې پښه ايښي؛ د ټولو نړيوالو اصولو خلاف يې پر رسنۍ بند کړي دي او اجازه نه ورکوي چې څوګ هلته غږ پورته کړي. 

يو ځل يې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او علي وزير چې د پارلمان غړي هم دي په زندان کې واچول او تېره شپه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او مشر منظور پشتين په سپين سترګۍ هتکړۍ کړ. 

د پاکستان پر سپين سترګۍ نړۍ هم چوپه ده، ځکه چې د نړۍ د شريرو موخو د پلي کېدو په برخه کې پاکستان يو ښه انتخاب دی. پاکستان هغه هېواد دی چې هېڅکله به يې په هېڅ هېواد او هېڅ کس تر هغې رحم رانه شي ترڅو چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو ګټې په کې نه وي پوره شوي. 

که نړۍ د پاکستان د شريرو او نړيوالو اصولو د کړنو مخه نه نيسي، نو غوره ده چې په سپين سترګيتوب کې ورته نړيواله جايزه ورکړي.