افغانستان له چين غوښتي چې هلته شته افغانانو ته اجازه مه ورکوي چې افغانستان ته راشي 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د افغانستان عامې روغتيا وزارت له چين غوښتي دي، چې د کرونا ويروس د مخنوي او نه خپرېدو په موخه دي  چين کې مېشت افغان سوداګرو ته افغانستان ته د بېرته راتګ اجازه نه ورکوي. 

عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز کابل کې د چين له سفير غوښتي دي، چې د کرونا ويروس د شته ستونزې تر هواري دې افغان سوداګر او هلته مېشت نور افغانان چين کې پاتې شي. 

افغانستان همدا ډول د چين په يو شمېر ولايتونو کې د افغان محصلينو په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او له چين يې غوښتي دي چې په دې برخه کې خپله پاملرنه ډېره کړي. 

افغانستان د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې په هوايي ډګرونو کې روغتيايي ډلې ګمارلې دي، چې له بهر  او په ځانګړي ډول له چین  راتلونکي افغانان او بهرنيان معاينه کړي. تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ويروس هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.