د پاکستان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نېولی 

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، پاکستان  کې د پښتون ژغورنې منظور پښتين تېره شپه د پېښور په تاکال سيمه کې د پاکستاني پوليسو له خوا نېول شوی دی. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل غړي محسن داوړ په ټوېټر د دغه خبر تائيد کړی دی. ويل کيږي چې منظور پښتين له شپږو نور ملګرو (لال مسید، ادریس پښتین، حمید وزیر، سلام مندوخېل، سلمان پښتین او فاروق) سره يوځای نېول شوی دی. 
 
https://twitter.com/mjdawar/status/1221674910323499008

يو شمېر امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي دي، چې منظور پښتين يې په دې پار نېولی دی، چې د روانې ميلادي مياشتې په اتلسمه نېټه يې پېښور کې يو غونډې ته په وينا کې د اساسي قانون پر وړاندې څرګندونې کړې وي او اساسي قانون يې رد کړی وو.