روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د پاکستان يو شمېر خصوصي شرکتونو د هوا د ککړتيا څخه د مخنيوي په پار ګازي او ډيزيلي رېکشاوې په برېښنايي رېکشاوو اړولي دي.
تېره ورځ د پاکستان حکومت په لاهور ښار کې د دغه برېښنايي رېکشاوو پرانېسته وکړه او چارواکو هيله ښوودلې ده چې په دې سره به د هوا د ککړتيا مخه ونېسي.
د اقليم په برخه کې د لومړي وزري عمران خان مشاور وزير مالک امين اسلم رسنيو ته ويلي دي، چې که چېرې دغه چاره بريالۍ او ګتوره تمامه شي نو په راتلونکې کې به د برېښنايي رېکشاوو توليد ډېر کړي.
وروستي