”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ اثر چاپ سو

د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني ژوندلیک (آټوبیوګرافي) ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ چاپ او خپور سو. 

په دغه اثر کي، ښاغلي جهاني د خپل شخصي، علمي، ادبي او سیاسي ژوند ترڅنګ، د چاپیریال په توګه د افغانستان د تېري نیمي پېړۍ پرمهمو چارو تمرکز کړی دی او د نږدې څلورو لسیزو مطبوعاتي او وروسته د کابینې ترکچي، سیاسي چارو پرمهال مهمو پېښو ناویلي اړخونه یې واضح کړیدي. 

د کتاب وروستي څپرکي یې، د افغانستان د کشالې په هکله د بهرمېشتو افغانو منورینو پرهلوځلو، د مجاهدینو پرخپلمنځي شخړو، د طالبانو د تحریک پر منځ ته راتګ، د ملاعُمر سره پر پام وړ لیدنه، د حامدکرزي پر واک ته رسېدو، ملي سرود، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه کارپیلولو، د طالبانو سره د سولي پر هڅو او د وزارت څخه پر استعفا، ګڼ ناویل سوي واقعیتونه بیانوي.

په ۲۰۹ پاڼو کي دا اثر، له کندهاره صداقت خپرندويي ټولني خپور کړی چي په پلازمېنه کابل او لره پښتونخوا کي لوستونکي یې په نږدې کتابپلورنځیو کي موندلای سي او بهرمېشتي افغانان یې د خپروندیي ټولني سره د اړیکو له لاري د نړۍ په هره برخه کي ترلاسه کولای سي.