هيلري کلنټن

 نږدې وه ، چې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه مېرمن د نړۍ تر ټولو ځواکمن شخصيت شي ، خو ښايي لا به هم قيامت لرې و!؟.سږ کال د امريکې د ولسمشرۍ سياليو د دموکرات ګوند د ننه ډېره تاريخي او په زړه پورې بڼه غوره کړې وه ، دوه داسې سيالانو د سيالۍ ډګر ته رادانګلي وو ، چې دواړه د امريکې په تاريخ کې بې سابقه وو ، يوه يې د لومړي ځل لپاره ښځه وه او بل يې د لومړي ځل لپاره يو افريقايي الاصل امريکايی . که څه هم تر ده دمخه جېسي جېکسن او يو شمېر نورو تورپوستوهم ځانونه کانديد کړي وو، خو هېڅ يو يې دومره جدي پړاوته نه و رسېدلی . سيالي ډېره په زړه پورې وه او د دموکرات ګوند سيالان يې بيخي اريان کړي وو ، چې چاته رايه ورکړي او ځکه خو د دموکرات ګوند داسيالي ډېره اوږده شوه او ان اوه لس مياشتې يې دوام وکړ . دغې اوږدې سيالۍ له يوې خوا تاوان درلود ، ځکه د دواړو کانديدانو ډېرې پيسې په خپلمنځي سياليو ولګېدې ، خو له بلې خوا يې ګټه دا وه چې ټولو د جمهوري غوښتونکو کانديد سناتور مک کېن هېر کړی و او د مطبوعاتو اصلي خبرونه د دوی په اړه وو . سره له ټولو بايد يو چا ګټلې وای او بالاخره سناتور بارک اوباما وګټله ، خو داسې هڅې روانې دي ، چې هېلري کلېنټن هم بيخي له ميدان څخه ونه وځي ، بلکې له اوباما څخه داسې غوښتنې کيږی ، چې د دموکرات ګوند د يووالي د ساتنې په موخه دې هغه هېلري خپله مرستياله وټاکي . راځیء وګورو ، چې هېلري کلېنټن څوک ده او څنګه دومره مشهوره شوه او په رښتيا يې څومره د ولسمشرۍ وړتياوې درلودې ؟
هيلري د 1947/ اکتوبر / 26 مه نېټه د شيکاګو په الينوی کې نړۍ ته سترګې پرانېستي، کورنۍ يې په اقتصادي لحاظ متوسطه وه ، دخپلې زيرکۍ ، ډېر کاراو د ځان ثابتونې لېوالتيا يې ددې لامل شوه ، چې له ډېرو سړيو وړاندې شي . د زده کړې په هماغه پيل کې يې سياست ته مخه کړه او دخپلې کورنۍ د ځانساتي طبيعت له مخې جمهوري غوښتونکي ګوند ته ولاړه . هيلاري د پوهنتوني زده کړو پر مهال وتوانيده ، چې د جمهوري غوښتونکې محصلې په توګه د محصلينو د اتحاديې مشره شي . وروسته يې پريکړه وکړه ، چې جمهوري غوښتونکي پريږدي او کين اړخو ته ولاړه شي، دا بدلون ددې خپل نوښت او فکر و او د امريکا د مدني حقونو داوښتون ( انقلاب ) پر مهال ددې ذاتي تجربه وه . که لنډه يې ووايو له هماغه کوچنيتوبه يې له وينې سره سياست هم وده کوله .
کله ، چې ورڅخه وغوښتل شو ، د اول نمره محصلې په توګه د فراغت غونډې ته وينا وکړي دغه مهال يې وينا ډېره وستايل شوه ، دغونډې برخوالو پرله پسې اوه دقيقې لاسونه ورته وپړکول او د خبري رسنيو د سر ټکی وګرځيده . هيلاري پرهغه امريکايي سناتور سختې نيوکې وکړې ،چې له ده وړاندې يې دغونډو برخوالو ته وينا کړې وه .
له همدغه مهاله هيلري وښوده ، چې دا يوه اوسپنيزه ښځه او د لوړو څوکيو لېواله ده .
له دې وروسته هيلري په يال امريکايي پوهنتون کې د قانون زده کړې ته ګونډه ماته کړه او دماشومانو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې يې څېړنې او مقالې ددې دشهرت او پيژندګلوۍ لامل شوې . همدارنګه يې په واشنګټن کې مهمې قانونې دندې تر سره کړې .
کله چې بيل کلنټن ورته دواده وړانديز وکړ هيلري دده وړانديز څو ځلې رد کړ ، ځکه دې غوښتل خپلې راتلونکې ته ډېر پام وکړي ، خو بيل کلنټن له خپلې غوښتنې لاس په سر نه شو . يوځل داسې وشو ، چې بيل کلېنټن داسې مهال له دې د واده غوښتنه وکړه ،چې هيلري په واشنګټن کې دوکالت د لايسنس په ازموينه کې پاتې راغلې وه . دغه ناکامي د کلېنټن لپاره سخته تمامه شوه او خپل توازن يې له لاسه ورکړ او اړ شوه ، چې دخپل ژوند په اړه له سره غور وکړي ، نوموړې وليدل ، چې هر وخت د عقل مني نه د زړه اوس دا اړتيا راپيدا شوې ، چې د عقل پر ځای د زړه ومني او په دې توګه يې د بيل کلېنټن خبره ومنله .
له کلېنټن سره واده ددې عقل اغيزمن نه کړ او د وکيلې په توګه يې خپله دندې ته دوام ورکړ ان تردې چې بيل د ارکانساس ايالت والي شو دې خو دې همداسې وکالت کاوه . داسې ويل کېږي ، چې د هيلري مياشتنی معاش له بيل څخه زيات و . هغه مهال هېلري دامريکا په کچه د100 غوره وکيلانو له ډلې څخه وه . د خپل ميړه د عاطفي تېروتنو پر وړاندې يې له صبره کار واخيست .
په ارکانساس ايالت کې دخپل ميړه دواک پر مهال له ډېرو تورونو سره مخ شوه ويل کېږي ، چې هيلري له دغو تورونو څخه سخته تنګه شوه او د طلاق په اړه يې فکر وکړ خو دا ځل يې دزړه پر ځای د عقل ومنله او د طلاق له خبرې تېره شوه .
يو شمېر شنونکي په دې انددي ، چې هيلري او بيل کلنټن له هماغه پيله داسې هيلې درلودې ، چې سياست په خپل ګروت کې راولي او سپينې ماڼۍ ته وروګرځي ،خو داسې چې واک به د هيلري په لاس کې وي . ډېری خلک په دې اند دي ، چې هيلري د عادي ولسمشر ميرمن نه ده بلکې په ټول واک کې ورسره شريکه وه او مهمې سياسي دندې يې تر سره کړي او دعامې روغتيا بشپړ پروګرام يې پيل کړ خو د بيل کلېنټن دواک په لومړۍ دوره کې ناکامه شو . ان تردې ، چې دبېل کلنټن دواک پر مهال دا خبره په امريکا کې مشهوره وه او بيل کلنټن له ناچارۍ پرې اعتراف کړې و بيل وايي : امريکا ، چې کله دی دولسمشر په توګه وټاکه ورسره جوخت يې دويمه رئيسه هم وټاکله خو توپير دومره دی ، چې امريکا دوو ولسمشرانو ته د يو ولسمشر معاش ورکوي . ځينې ژورناليستانو به کله ناکله د ولسمشر ( بيلاري ) نوم هم ورته کاروه .
دکلېنټن د واک له ختميدو وړاندې هيلري دامريکا د مهم ايالت نيويارک څخه ځان د مشرانو جرګې غړيتوب ته کانديد کړ او تراوسه دوه ځلې سر په سر بريالۍ شوې او د امريکا دمشرانو په جرګه کې مېرمن هيلري د وسله والو ځواکونو او بوديجې په څانګو کې دخپلو خلکو چوپړ وکړ اوس په امريکا کې د ديموکرات ګوند له مهمو مشرانو او دسر سړيو له ډلې شمېرل کېږي .
کله ، چې مېرمن هيلري د 2008 ز په ټولټاکنو کې ځان د دموکرات ګوند کانديد کړ د کمپاين ډګر ته تش لاس نه کېوته بلکې پېسې ، په تول پوره خبرې ، شهرت او زيرکتيا ورسره مل وو ، تر څنګ يې د ديموکرات ګوند تر ټولو مشهور او پياوړی مشر هم ولاړ و ، پردې سربېره پياوړي امريکايي سلاکاران مرستيالان ورسره ولاړ وو. کلېنټن اوس دګوند مهم عقل بلل کېږي . مېرمن هيلري په سپينه ماڼې کې دخپلې اوږدې تجربې له مخې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ. د دې په اړه ويل کېږي ، چې کله داد امريکا لومړۍ مېرمن وه له 70 زيات هېوادونه يې ليدلي ، متوازن سياسی ليد لوری لري ، لومړی د ځان او بيا د ديموکرات ګوند د برياليتوب په اړه سوچ کوي .
مېرمن هيلری دعراق له جګړې سره مخالفه ده په خپل ټاکنيز کمپاين کې يې ويل ، که چېرې ولسمشره شوه له عراقه به ټول پوځيان راوباسي له اسرائيلو ملاتړ کوي او له ايران سره يې هېڅ ډډه نه لګيږي دايران په اړه وايي دا ډېر بد هېواد دی ترهګرۍ ته لمن وهي، وايي که واک ته ورسيده دايران د هرډول هڅو مخه به ونيسي ، چې داتومي وسلو دتر لاسه کولو په موخه يې کوي .
، د ويلسلي له ښوونځي او بيا دحقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده همدلته له خپل ميړه بيل کلنټن سره اشنا شوه ، د شيلسي په نوم يوه لور لري . دنوموړې بيوګرافي CNN را اخېستې زه يې دلته د روهي وېب پاڼې د لوستونکولپاره پښتو بڼه وړاندې کوم :
نوم : هيلري رودهام کلېنټن
ګوند: ډيموکرات
عمر : 60
پانګه : 31712200 ډالر
د پيدايښت ځای : شيکاګو ، الينوی
ميړه : پخوانی ولسمشر بيل کلېنټن
اولاد: چېلسي کلېنټڼ
اوسنۍ دنده : دنيويارک دخلکو سناتوره
پخوانۍ دنده 2001 ز : دنيويارک دخلکو سناتور ه
نورې پخوانې دندې :
1973 ز دماشومانو دصندوق ددفاع وکيله .
1974 زدمشرانو جرګې په قضايي کميسون کې د امريکا د ولسمشر دتورنولو په څانګه کې وکيله .
1975 ز په ارکنساس پوهنتون کې دقانون پوهنځي استاده .
1976-1979 ز د وکالت په روز نومي شرکت کې مرستياله ، ارکنساس ايالت ليتل روک .
1979-1992 ز دوکالت د روز نومي شرکت شريکباڼې .
1993-2001 ز په متحده ايالاتو کې لومړۍ ميرمن .
علمي وړتياوې :
- له ويلسسلي پوهنځي څخه په 1969 ز کې دسياسي علوم بکالوريس .
- دحقوقو له بيل پوهنځي څخه په 1973 ز دوکالت دوکتورا.
کتابونه اوليکنې :
- دتاريخ تجربه
- په کلي کې اوسيږي
- سپينې ماڼې ته بلنه : په کور کې دتاريخ ملګرتيا .
- ګرانو جرابو ، ګرانو ملګرو : دماشومانو لپاره .
- دهېلري کلېنټن يوازينی اواز : هېوادپاله خپل ځان ستايي .
- په شلمه پيړۍ کې دسپينې ماڼۍ په بڼ کې امريکايي کيندنه .
ويناوې :
زه خبرو ته ارزښت نه ورکوم زه کار ته ډېر ارزښت ورکوم .
له خيانت سره سره راته خپل ميړه ګران دی .