
روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا د افغانستان پر مهال ۱۲:۳۰ بجې د نړیوال جام په خپله دریمه لوبه کې د کاناډا له سیالې لوبډلې سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې د سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام یو پر اتم یا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.
د یادولو وړ ده چې غفاري دواړو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.