ملي امنیت سلاکار د پارلمان د غړو څخه وغوښتل چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو په جلب او جذب کې بالابود فعالیت وکړي

روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )،  د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېر ماښام د ولسي جرګې له غړو سره په لیدنه کي وویل، چي اړتیا ده له امنیتي سکتور سره د ولسي جرګې د غړو همکارۍ زیاتي شي.
 

نوموړي د ولسي جرګې د هزاره وکیلانو سره په دې ناسته کي همدا ډول وویل، چي په امنیتي سکتور کي د اصلاحاتو موثریت د حکومت ترڅنګ د پارلمان همکارۍ او څار ته اړتیا لري او مهمه ده، چي په دې برخه کي د ګډ کار میکانیزمونه ایجاد شي.

هغه د ولسي جرګې د غړو له یاد ګروپ څخه وغوښتل، چي د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته د ډېرو ځوانانو په جلب او جذب کي بالابود فعالیت وکړي او په دې برخه کي د حکومت همکار شي.

د ولسي جرګې غړو په دې لیدنه کي له امنیتي ځواکونو د خپل ملاتړ، د سولي لپاره د هر اړخیز کار او د قانون د تطبیق په برخه کي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغوی د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د اړیکو په بهبود کي د ملي امنیت د سلاکار هڅي وستایلې، خو غوښتنه یې وکړه، چي باید د ګډ کار دا لړۍ نورو برخو ته هم وغځول شي.

یادو وکیلانو د لویو لارو د امنیت او په کارپوه سیمه ییزو کدرونو د جذب لپاره هم غوښتني درلودې، چي د ملي امنیت سلاکار یې ورته په اړه ډاډ ورکړی.