د افغانستان او امریکا ولسمشرانو سره لیدلي

روهي( پنځّ نۍ/۳ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره وکتل.
 

په دغه کتنه کې چې د سویس هیواد په داووس ښار کې ترسره شوه، د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د افغانستان، د سیمې پر حالاتو، موجوده فرصتونو او ګواښونو بحث او خبرې وکړې.
 
همدا ډول دواړو لوریو په بګرام کې د خپلې وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په یاده کتنه کې بحث شوي موضوعات به افغان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار تعقیب کړي.
 
ټرامپ له تروریزم په ځانګړي ډول داعش سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو قدرداني وکړه.