مالیه وزارت نن ورځ د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه د رایي اخیستنې په موخه ولسي جرګې ته وړاندي کوي

روهي( څلورنۍ/۲ د سلواغې )، مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې سند د ۱۳۹۸ مالي کال مرغومې میاشتې په ۳ مه نېټه ولسي جرګې ته وړاندي کړی وو، ټاکل شوې ده نن د سلواغې میاشتې په ۲ مه نېټه له اختصاصي کمېسیون او نورو کمېسیونونو سره له هر اړخیزو بحثونو وروسته، د ولایتونو متوازنې پراختیا، په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې سند د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندي کړي.

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې په دې کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده انکشافی بودیجه جوړوي. تر څنګ یې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیري اختیاري) بودیجه پام کې نیول شوې ده.

مالیه وزارت، د ملت له استازو د مننې او کور وداني ترڅنګ له هغوی غوښتنه کوي، څو د چارو د ټکنې کېدو مخنیوي، د دولتي کارکوونکو او هیواد د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د معاشونو ورکولو او په ټاکلي وخت د پروژو پلي کولو په خاطر د ملي بودیجې طرحه تصویب کړي.

مالیه وزارت، د ملي شورای غړو او د افغانستان ملت ته ډاډ ورکوي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې سند، د واقعیتونو، په لاس کې شته سرچینو، متوازن بڼه، په پایلو ولاړ، د حکومت او خلکو د لومړیتوبونو پربنسټ ترتیب شوی دی.