سعودي ځواکونو د حوثي یاغیانو لخوا د نجران په لور د بالستیک توغندیو برید شنډ کړ

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )،  د عرب ټلوالې د ویاند په وینا، حوثي یاغیانو هڅه کړې چې د بالستیک توغندیو له لارې په سعودي عربستان کې یو ښار په نښه کړي، خو د سعودي هوایي دفاع دغه هدف ته د رسیدو دمخه په نجران کې توغنديو وویشتل او له مینځه یې یووړل.
 
 
د رسنیو د راپورونو له مخې، حوثي یاغیانو په یمن کې پر پوځي اډه د برید نه یوه ورځ وروسته د بالسټیک توغندیو برید وکړ چې ۸۰ تنه کارمندان یې مړه او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
 
د دغو توغندیو په اړه بیا حوثي یاغیانو څه نه دي ویلي.