کورنیو چارو وزارت لپاره نوی امنیتي مرستیال معرفي شو

روهي( یوه نۍ/۲۹ د مرغومي )، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د کورنیو چارو وزارت نوی امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع د یاد وزارت ملکي او نظامي کارکوونکو ته ور وپېژند.

د مرستیال وزیر په معرفي غونډه کې محب، تیر یوه کال کې په کورنیو چارو وزارت کې راغلي اصلاحات او لاسته راوړنې (فساد سره مبارزه، د مصارفو را کمول، د دښمن له کنټرول نه د یو شمېر ولسوالیو تصفیه) وستایل خو وویل چې دا کافی نه دي او باید له فساد، غیر مسؤلو وسله والو او زورواکو سره لا زیاته مبارزه وشي او هغه سیمې چې د دښمن له کنټرول نه راوځي وساتل شي.

ډاکټر محب په دغه غونډه کې وویل: پولیس تر هر څه وړاندې باید د خلکو په خدمت کې وي، او د کورنیو چارو وزارت رهبري باید د قانون حاکمیت او تطبیق، جرایمو او مخدره موادو سره د مبارزې او خلکو ته د مناسبو خدماتو ارایه کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ملي امنیت سلاکار د مخکني امنیتي معین جنرال خوشحال سعادت د کارونو د ستاینې تر څنک نوي امنیتي مرستیال ته په مسؤلیتونو کي د بریالیتوب غوښتنه وکړه او وویل: د افغانستان د ملي امنیتي نهادونو لومړی مسؤلیت د قانون تطبیق، د عدالت تامین او د خلکو د سر او مال امنیت ساتل دي او اړتیا ده، چي ټول امنیتي سکتور د همدې مسؤلیتونو په رڼا کي له ټولو نورو مسایلو لیري پاته سي.