قیصاري: ډېر ژر به ټول حقایق روښانه شي

روهي( یوه نۍ/۲۹ د مرغومي )، نظام الدین قیصاري په خپله فېسبوک پاڼه له تازه خپرو کړو تصویرونو سره لیکلي: ډېر ژر به ټول حقایق په ډاګه شي او هغه څېرې به افشا شي چې کلونه - کلونه یې د خلکو په وينو تجارت کړی دی.
 
قیصاري یو له هغو قومندانانو له ډلې څخه دی چې تېر کال ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو او بېرته د بند څخه آزاد شو.

روان کال یو ځل بیا افغان ځواکونو د قیصاري د نیولو په موخه د هغه پر کور درې شپې او درې ورځې د الوتکو په شمول جنګ وکړ چې په پای کې د قیصاري ځینې کسان ووژل شول و ځينې نور یې ژوندي ونیول شو خو په خپله قیصاري له کور څخه روغ رمټ لاړ.