سعودي عربستان په ۲۰۱۹ م کال کې ترټولو زیات پاکستاني وګړي اعدام کړي

روهي( نۍ/۲۸ د مرغومي )، سعودي عربستان په۲۰۱۹ میلادي کال کې د پاکستانیانو په ګډون یو شمیر بندیان اعدام کړي. د یوه بهرني خبري اژانس په وینا سعودي عربستان په ۲۰۱۹ م کال کې ۱۸۴ کسان اعدام کړي چې له دې جملې ۸۸ یې سعودي عربستان وګړي او ۹۰ د نورو هېوادو تبعه دي.
 
پورته ذکر شوو شمېرو کې ۸۲ د مخدره توکو قاچاق په جرم محکوم شوي وو او ۵۷ د قتل په تور اعدام شوي وو. 
 
دا شمېرېد ۲۰۱۴ کال کې ۸۸ کسان وې او په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۵۸ کسان اعدام شوي وو. په تیرو شپږو کلونو کې چې دې ادارې د ورته شمېرو محاسبه پیل کړې، ۲۰۱۹ م کال تر ټولو خونړی کال ثابت شوی چې په ۲۰۲۰کې تر دې دمه څلور کسان اعدام شوي دي.